د بشري حقونو د څار سازمان د ابوظبۍ د کډوالو په کمپ کې د یو شمېر افغان کډوالو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار ادارې یو راپور خپور کړی چې وايي متحده عربي اماراتو له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې د کډوالو په کمپ کې چې په ابوظبي کې د بشري مرستو د لوژستیک مرکز دی، له ۲۴۰۰ څخه تر ۲۷۰۰ پورې افغانان بندیان کړي دي.