افغانستان 24 حوت 1401 - 2 کلونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال چينايي پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې له دوو چینايي سوداګرو کانسټنټ رۍ او مسټر وو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت

دغو سوداګرو په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې زمينې مساعدېدو ته په اشارې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې د همکاريو دوام ته چمتووالی څرګند کړ.
هغوی زیاته کړه، اوس چې پراخ کاري ظرفیت او زمینه مساعده ده، نو د اسلامي امارت په همکارۍ چینايي شرکتونه او سوداګر غواړي د بیارغونې په ځانګړې توګه په اساسي ډول د سړکونو او لويو لارو جوړولو برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغو سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، اسلامي امارت پانګه والو ته د لازمو اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دی.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د چين – افغانستان مثبتو اړيکو ته په اشارې زياته کړه، چې افغانستان د چينايي سوداګرو پانګونې ته خوشبين دی او د ياد هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته يې افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *