افغانستان 23 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي عتیق الله عزیزي: اسلامي امارت د تاريخي ځايونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي پکتيا ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين سره په کتنه کې وویل، چې اسلامي امارت د تاريخي ځايونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په دغه کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي په خپلو خبرو کې وويل، چې غواړي د پکتيا له فرهنګ پالو، اديبانو، نعت خوانانو او شاعرانو سره ناستې وکړي، او د هغوی غوښتنې واوري تر څو په دې ولايت کې هنر، ادب او فرهنګ لا وغوړېږي.

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت د تاريخي ځايونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې او د پکتيا ولايت د تاريخي بالاحصار د ساتنې او بيا رغونې په برخه کې به هم د پام وړ هڅې وشي.

عزيزي همدا راز څرګنده کړه، چې په پکتيا کې به د سياحتي سيمو د پراختيا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کېږي او په يادو سيمو کې به د اړتيا وړ آسانتياوې رامنځته شي.

ورپسې مرستيال والي مولوي انعام الله صلاح الدين د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په دې ولايت کې د هنري کړنو د ښه فعاليت په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په پکتيا کې د هنري کارونو د پرمختګ په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *