اقتصادي 20 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د پکتيا ترانسپورټ رياست نږدې ۱۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د پکتيا د ترانسپورټ ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۱ کال له پيل څخه تر دې مهاله يې ۱۵ ميليونه ۸۸۵ زره ۴۵۸ افغانۍ عوايد راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله په کې څو برابره زياتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د ترانسپورټ رئيس مولوي عرفان الله عرفان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال سره په ځانګړې مرکې کې وویل، چې په تېر ۱۴۰۰ کال کې يې ۲ ميليونه ۱۶۵ زره افغاني عوايد درلودل، چې د سږ کال په عوايدو کې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانۍ زياتوالی راغلی دی.

مولوي عرفان زیاته کړه، چې دغه عوايد يې د ترانسپورټي اډو، مسافر وړونکو وسايطو او د رونډ نوبت د تنظيم محصول له درکه په شفاف ډول راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *