خبرونه 20 حوت 1401 - 2 کلونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل هرکلی وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سعودي عربستان او ایران هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د بیا پيل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اسلامي امارت د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه زیاته شوې، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.

سرچینې په دې برخه کې د چين له هڅو هم مننه کړې، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *