خبرونه 14 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

ملا برادر: د ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي توکو له اغېز څخه د خلاصون یوازېنۍ لاره د نیالګیو کېنول دي

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په بادام باغ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.

نوموړي په یادو مراسمو کې وویل چې: (موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه ورسېږي.)

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان یو کرنیز، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بده‌مرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت بد تاثیر کړی دی.

نوموړي همدارنګه وویل چې د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي توکو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازېنۍ لار د نیالګیو کېنول او د هغو سالمه روزنه ده.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال غوښتنه وکړه، چې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې  ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *