افغانستان 11 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د بلخ والي د ایران اسلامي جمهوریت له جنرال قونسل سره وکتل

د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل په مزارشريف كې د ايران اسلامي جمهوريت له جنرال قونسل سيد حسن يحيوي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو، د همکاريو پر پياوړتيا او د هغوى د فعاليتونو د دوام په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې په مزارشريف کې د ايران قونسل جنرال د افغانستان او ايران جمهوريت ترمنځ د ښو او اوږدمهاله اړيکو يادونه وکړه او ویې ویل، چې د ايران د سوداګريزو توکو د لېږد، صنعت او کانونو، کرنې او مالدارۍ، د ښوونځیو رغول، په فرهنګي مرکزونو کې د کتابتونونو جوړول، د ټولنیزو سالونونو جوړول او درملنې خدمتونه او نور برخو کې فعالیت خپل فعالیت ته د تېر په څېر ادامه ورکوي.

نوموړي دغه راز له هرات او بادغيس تر فارياب، جوزجان، بلخ او نورو ولایتونو سره د نښلوونکي سړک جوړول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد برخه کې اړین یاد کړ.

په ورته وخت کې مولوي محمد داوود مزمل په مزارشریف کې د ایران د جمهوریت قونسل جنرال هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ښو اړیکو د دوام غوښتنه وکړه.

مزمل په افغانستان کې د اسلامي نظام د پياوړتيا او د ټولنيزو او رغنيزو فعاليتونو په برخه کې د ايران له اقداماتو مننه وکړه او ويې ويل، چې ايران او افغانستان يو د بل وروڼه دي.

نوموړي دغه راز له هرات څخه تر فارياب پورې د سړک د جوړېدو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې په تېرو اوونيو کې يې د يادو ولايتونو له واليانو سره ناستې کړي او دغه موضوع يې له ټولګټو وزارت سره شريکه کړې او په دې برخه کې به اقدام ترسره شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *