د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د نړۍ یو شمېر استازو د نجونو پر تعلیم او د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځو د سختو بندیزونو په لګولو نیوکې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۲مه غونډه د سویس په جنیوا کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازو له کار او زده کړو څخه د افغان مېرمنو او نجونو د محرومیت په اړه خپله غوسه څرګنده کړه.