د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتنبایوا د دغه هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو یې ټینګار وکړ.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر تېره شپه (د حوت ٨مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې غونډه کې ښکیلو خواوو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنیدو د ټینګار تر څنګ په افغانستان کې د باثباته سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اړینې وبللې.