افغانستان 08 حوت 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال د رسنیو ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي په ختیځ زون کې د رسنیو ستونزو د حل په موخه ننګرهار ته سفر وکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ مهاجر فراهي په ختیځ زون کې د رسنیو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل په موخه ننګرهار ولایت ته تللی او هلته یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره د رسنیو د ستونزو د حل په موخه کتلي دي.

په دغه کتنه کې د یاد ریاست مسوولینو له نوموړي سره د خپلو کړنو په اړه معلومات ورکړل او شته ستونزې یې ورسره شریکې کړې.

نوموړي د دغې ادارې د کارونو او فعاليتونو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.

ټاکل شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال په دغه ولایت کې د یو شمېر رسنیو له استازو سره هم وګوري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *