پاکستاني رسنۍ وايي چې طالبانو د پاکستان له لوړ پوړو پوځي او امنیتي چارواکو سره چې تېره اوونۍ یې کابل ته سفر کړی و، له افغانستانه تښتېدلي پاکستاني طالبان د «بې وسلې کولو» او «بیا ځای پر ځای کولو» په بدل کې د پیسو غوښتنه کړې ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ ایکسپریس ټریبیون په خپله یوه مقاله کې لیکلي، چې دا موضوع د جمعې په ورځ د حوت ۵ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د “ګډې عالي کمیټې” په غونډه کې په ډاګه شوه، چې د ترهګرو بریدونو د زیاتوالي او نورو امنیتي مسایلو په اړه جوړه شوې وه.