د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د لوړ پوړي پلاوي د سفر پر مهال یې له طالب چارواکو سره په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د داعش خراسان څانګې له خوا پر مسلو خبرې وشوې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حوت په ٣مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ دغه پلاوي د طالبانو له د لومړي وزیر د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع له سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو له سرپرست سراج الدین حقاني سره وکتل