د روسیې د امنیت شورا مرستیال وویل: موږ حق لرو چې د اټمي وسلو په ګډون له هرې وسلې څخه د بهرنیو حملو په وړاندې د دفاع لپاره کار واخلو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مدودف د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۲۲) په ټیلیګرام پوسټ کې لیکلي: ټولو قدرتونو ته څرګنده ده چې که متحده ایالات غواړي چې روسیې ته ماتې ورکړي، موږ حق لرو چې د اټومي وسلو په ګډون هر ډول وسلې د خپل ځان د دفاع لپاره وکاروو.