د افغانستان پخواني ولسمشر په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د پلاوي له مرستیال سره په کتنه کې د ملي ډیالوګ د رامنځته کولو او د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کولو پر اړتیا خبرې وکړې.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مرستیال مارکوس پوتزل سره په کتنه کې د هېواد د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.