د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعلان وکړ چې د پاکستان وروستۍ ناامنۍ له افغانستانه د ناټو د وتلو مستقیمه پایله ده او په داسې حال کې چې نړۍ دا وضعیت ویني، موږ یې د کنټرول توان نه لرو.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته نه ده رسولې او دغه هېواد یې له پلان پرته پرېښود، چې د سیمې امنیت یې اغېزمن کړی دی.