افغانستان 02 حوت 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «مورنۍ ژبې» نړیواله ورځ ونمانځله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت، نن په کابل کې د «مورنۍ ژبې» نړیواله ورځ ونمانځله.
د معمار آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معینانو او یوشمېر رئیسانو، د چارو ادارې لوی رئیس، استادانو، شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی و.
په دې غونډې کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین، مولوي عتیق الله عزیزي وویل چې افغانستان د ډېرو ویاړلو ژبو ټاټوبی دی او همدا ژبې دي چې ولسونه سره نښلوي.
هغه زیاته کړه: تر هغه پورې ملي ژبې پياوړې کوو چې زموږ اعتقاداتو ته زیان و نه رسېږي او د تعصباتو د رامنځته کولو سبب نه شي، بلکې د ملي یووالي د ټینګښت سبب شي.

د عزیزي په وینا؛ اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هوډمن دی، چې په هېواد کې ټولې ژبې پیاوړې او وساتل شي.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، وویل: ژبه د بهترۍ معیار نه دی او په اسلام مبین دین کې د پېژندګلوۍ نښه ده.
هغه هم ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ژمن دی چې له توپیر پرته د هېواد ټولو ژبو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په بېلابېلو ژبو هېوادوالو ته نشرات ورسوي.
د غونډې په دوام، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د اسلام مبین دین له نظره د ژبې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې ژبه په یوه ټولنه کې د قومونو او قبایلو د هویت وسیله ده.

هغه څرګنده کړه چې ژبه باید د کرکې، تعصب او د قومو ترمنځ د تفرقې اچونې سبب نشي، ځکه دا ټول په اسلام کې مردود دي او ژبه باید د افغانانو ترمنځ د ملي وحدت او پیوستون سبب ګرځي.
په همدې ترتیب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ رئیس مولوي صفي الله رائد، د «مورنۍ ژبې» پر ارزښت خبرې وکړې او ژبه یې د پوهولو او راپوهولو وسیله وبلله.
د غونډې په بهیر کې، د کابل پوهنتون استاد پوهندوی عطامحمد پویا، په ټولنه کې د «مورنۍ ژبې» پر رول خبرې وکړې او ویې ویل: هر انسان ته تر ټولو خوږه ژبه، د هغه مورنۍ ژبه ده.
هغه ژبه د الله (ج) یو لوی نعمت او د علم د کشف او انتقال وسیله وبلله او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې په هېواد کې د ژبو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې دې ډېر کارونه ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د فبرورۍ ۲۱مه چې د کب میاشتې له دویمې سره برابره ده؛ د ملګرو ملتو د علمي، روزنیز او فرهنګي سازمان له خوا د «مورنۍ ژبې» په نامه نومول شوې ده چې دغه ورځ هر کال په هېواد کې نمانځل کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *