د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د روان کال د فبرورۍ په ۱۷مه ۱۸ افغانان چې له دریو ورځو لپاره د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا په حلقوي سړک کې په بند موټرو کې بند پاتې وو، د لوږې، تندې او اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي دي. او يو شمېر نور يې د ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.