د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغان محصلینو د نوم لیکنې حکم د تعدیل په اړه د ساینس وزارت ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د ایران پالیسي دا ده چې په ایران کې د افغان محصلینو په تېره بیا د ښځینه محصلینو په تعلیمي چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول موسوي د ساینس وزارت د هغه حکم په غبرګون کې ټینګار وکړ چې د هغو افغان محصلینو له زده کړو منع دي چې آمایش کارتونه لري، د دې وزارت د ساینس د وزارت په دې وضاحت سره چې د ایران په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د نوم لیکنې د منع حکم به تعدیل شي، نو افغان محصلین دې اندېښنه ونه کړي.