تاریخ انتشار: 1 حوت 1401 - 2 سال پیش
موضوع:‌ خبرونه
شماره: 3099

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: افغان محصلین دې اندېښنه ونه کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغان محصلینو د نوم لیکنې حکم د تعدیل په اړه د ساینس وزارت ته معلومات ورکړل او څرګنده یې کړه چې د ایران پالیسي دا ده چې په ایران کې د افغان محصلینو په تېره بیا د ښځینه محصلینو په تعلیمي چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.