افغانستان 30 دلو 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د اقتصادي کمېسیون غونډې، پر ځینو مهمو موضوعاتو بحث او پرېکړې وکړې

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د اقتصادي معاونیت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غونډه کې تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډې دې پر ځانګړو اقتصادي زونونو د بدلولو په موخه په تدریجي ډول او له پلان سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شي او له یادو اډو څخه یوازې د بلخ او کابل پر هغو آزمایښتي کار پیل شي.

دغه راز په غونډه کې د شاه او عروس بند د پاتې چارو د بشپړېدو او د چارو د کیفیت په اړه د اقتصادي معاونیت د استازي په ګډون ټاکل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوې چې د یاد بند د پاتې چارو او کیفیت په اړه خپلې څېړنې ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا رنګه، غونډې پرېکړه کړې چې د اوسپنې پټلۍ او برېښنا اړوند د لومړیتوبونو په موخه دې دوه جلا کمېټې د اوسپنې پټلۍ ادارې په سرپرستۍ او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ جوړې او د اوسپنې پټلۍ او د برېښنا تولید اړوند هغه پروژې مشخصې کړي چې د افغانستان د داخلي عوایدو پر مټ یې ودانیزې چارې بشپړېدای شي.

همدا ډول په غونډه کې پر بار وړونکو موټرو د (GPS) سیستم نصبولو موضوع په اړه بحث شوی او پرېکړه شوې چې موظفه کمېټه دې په دې اړه له اړوندو شرکتونو سره خبرې وکړې او راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې، د نوي ښار د پارک جوړولو پر طرحه له بحث وروسته، پرېکړه شوې چې په یاده طرحه کې راغلي تعدیلونه دې له کور او ښار جوړولو وزارت او همدارنګه کابل ښاروالۍ سره شریک او له هغې وروسته دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.

د غونډې په پای کې، د هغو سترو زیربنايي پروژو په اړه بحث او راتلونکی کال ورته د بودجې د ځانګړي کولو منظوري ورکړل شوې چې ډېرې چارې یې ترسره شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *