د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان کړی، چې په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړو ته د پاکو اوبو رسولو لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، چې په افغانستان کې د پرله پسې وچکالۍ له امله د ۱۴ میلیونو وګړو لپاره پاکو اوبو ته د لاسرسي او د ناروغیو د مخنیوي لپاره ۴۷۹ میلیونه ډالرو مرستو ته اړتیا ده.