طالبانو اعلان کړی چې هغو رسنیو ته به اجازه ورنکړي چې "منفي خبرونه" خپروي. دا په داسې حال کې ده چې دوی تر دې وړاندې هم څو ځلې ادعا کړې چې د «بیان ازادۍ» ته درناوي ته ژمن دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد؛ د یکشنبې په ورځ (د دلو ۲۳مه) د پوهنتونونو د استادانو په علمي غونډه کې وویل چې هغه رسنۍ چې “یوازې منفي خبرونه خپروي” د فعالیت اجازه نلري.