د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني د اهل تشيع هيوادوالو له قومي او مخورو څېرو سره وکتل.
په دغه کتنه کې شیخ عبدالناصر بامیاني، سیدصوفي ګردېزي او احمد حسین سنګر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې د ملاتړ ترڅنګ خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
سرپرست وزیر په دغه کتنه کې قومي مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د ولس په خدمت کې دي او زیاته یې کړه، چې امنيتي ځواکونه د هزاره وروڼو په ګډون د ټولو هېوادوالو لپاره د امنیت مسؤلیت لري.
حقاني همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې ټول هېوادوال د پياوړي امنیت او ښه ثبات په موخه له امنيتي ځواکونو سره د امنيت د خوندیتوب په موخه همکار پاتي شي.