امریکا پر پولنډ د لس میلیارده ډالرو په ارزښت د هیمارس ۱۸ راکټي سیسټمونو پلور تایید کړل.
د امریکا له دفاعي امنیتي همکارۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو سیسټمونو کې ګڼ شمېر نور تجهیزات هم شامل دي چې ورسره به د پولنډ وسله وال پوځ پیاوړی او له خپلې خاورې څخه به د دفاع وړتیا پیدا کړي.
تر دې وړاندې امریکا اوکراین ته هم هیمارس راکټي سیسټم ورکړی چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین سره یې زیاته مرسته کړې ده.
امریکا پولنډ ته په داسې حال کې د یادو توغندیو سیسټم ورکوي چې یاد هېواد تر دې وړاندې د روسیې له نظامي یرغل څخه وېره ښودلې وه.