افغانستان 19 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې پلاوي ازبکستان ته سفر وکړ

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت نن د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.

د دغه سفر موخه د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د لېږد لړۍ نهايي کول ښوودل شوي دي.

له شرافت سره په دغه سفر کې د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست او ماليې وزارت استازي هم ملتیا کوي.

افغان پلاوی به د اوسپنې پټلۍ ادارې ته د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسوولیتونو د لېږد او له یاد هېواد سره د یوه هوکړه لیک د نهايي کولو اړوند مفصلې خبرې اترې وکړي.

تمه ده، چې د دغه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره به د حیرتان-مزارشریف اوسپنې پټلۍ څخه د سوداګریزو توکو لېږد بېرته پیل او په عادي توګه جریان ومومي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *