د امریکا جمهور رئیس په خپله کلنۍ وینا کې وویل چې هره ورځ اوولس تنه امریکایي عسکر د رواني او احساساتي ستونزو له امله ځان وژنه کوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر جوبایډن د امریکا د کانګرس په ودانۍ کې د سنا او استازو جرګې د غړو په ګډه غونډه کې په خپله کلنۍ وینا کې وویل: موږ باید د پخوانیو سرتیرو لپاره د کار موندلو لپاره اقدام وکړو. هیڅوک باید په امریکا کې بې کوره نه وي، په ځانګړې توګه د پخوانیو پوځي پرسونل چې هیواد ته یې خدمت کړی دی.