په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د ډلې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مشر غلام حیدر شهامت سره وکتل او ویې ویل چې ښځې او نجونې باید په تخنیکي او حرفوي زده کړو کې شاملې شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ یوناما تېره شپه (د دلو ۱۶مه) په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې مېرمن اوتنبایوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ریاست څخه لیدنه وکړه ترڅو د دې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات تر لاسه کړي، چې پکې تعلیمي فرصتونو ته د نجونو لاس رسی هم شامل دی.