د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت شورا د سکرترانو غونډه چې د افغانستان د وضعیت په اړه به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې جوړه شي، د طالبانو د استازو له حضور پرته ترسره کېږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تمه ده چې په دې غونډه کې به د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وشي.