د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي به د ۹ هیوادونو د چارواکو په شتون سره د افغانستان په اړه په مشورتي غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ شي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي اعلان وکړ: د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني به د نهو هیوادونو د چارواکو په شتون سره د افغانستان په اړه په یوه غونډه کښې د ګډون لپاره په روانه اونۍ کښې ماسکو ته لاړ شي.