د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني په لوېدیځه حوزه کې د یوناما دفتر له رییسې مېرمن آرزو هتاکوی سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
د معمار آژانس د خبر له مخې؛ په دغه کتنه کې مېرمن آرزو هتاکوی وویل، چې خلکو ته د موسسو له لوري مرستې باید سیاسي نه شي ځکه چې د دغو مرستو په درېدو سره خلک زیانمن کېږي او هغه کسان، چې په افغانستان کې مرستو ته اړتیا لري زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.
ورته وخت کې مولانا نعیم الحق حقاني وویل ، چې اسلامي امارت له ټولو موسسو سره همکارۍ ته ژمن دی.