د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو یو شمېر اوسنیو او پخوانیو غړو ته د ویزو په ورکولو نوي محدودیتونه وضع کړي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه اقدام د چهارشنبې په ورځ (د دلو ۱۲مه) په خصوصي تعلیمي موسسو کې د ښځینه محصلینو د استخدام د مخنیوي لپاره د طالبانو د نوي حکم په غبرګون کې وکړ.