د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، پاکستان ته یې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له چارواکو سره د ترهګرۍ پر وضعیت او د طالبانو د "خطرناکو امرونو" په اړه خبرې کړې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د چهارشنبې په شپه د دلو ۱۱ مه په یو لړ ټویټونو کې دا څرګندونې وکړې چی اسلام اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر اسد مجید خان، د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له ځانګړي استازي صادق خان او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره وکتل.