افغانستان 12 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه 120 تنه افغان بندیان خوشې شول

په اسلامي آباد کې د افغانستان سفارت چارواکي وایي، چې د دغه هېواد د سیند ایالت له زندانونو څخه یې ۱۲۰ تنه افغان بندیان خوشې کړي دي.

د معمار پرس د خبر له مخې؛په اسلام آباد کې د افغنستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سیند ایالت له زندانونو څخه ۱۲۰ تنه افغانان آزاد شول.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې راتلوونکو څو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور بندیان هم خوشې او هېواد ته به ولېږدول شي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ننګرهار یو تن اوسېدونکي، چې څو ورځې وړاندې یې په زندان کې ساه ورکړې وه، جسد یې د امبولانس په  وسیله هېواد ته ولېږدول شو.

د یادونې وړ ده، چې د خوشې شویو بندیانو د بېرته لېږد ټول لګښت د اسلامي امارت له لوري ورکول کېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *