د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د تېرې شپې له چاودنې وروسته ازادي جبهې ادعا وکړه چې په دې پېښه کې یې ۴ طالبان وژلي دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا اوه بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده او له هغه لږ وروسته، د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا وکړه چې په دې چاودیدونکي برید کې یې د کوټې سنګي د طالبانو د ځواکونو پوسته په نښه کړه.