خبرونه 11 دلو 1401 - 1 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د سولې او ثبات په رامنځته کولو کې د افغانستان د ګاونډیانو رول

د افغانستان د ګاونډیانو

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وويل: اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين لپاره د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره له نږدې کار کوي. نیکولسن د دغو هېوادونو یادونه ونه کړه؛ خو هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د شته ننګونو په حل کې مهم رول لوبوي. په همدې حال کې نیکولسن تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو په ګډه غونډه کې ګډون وکړ. د پنځو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان او د یو شمېر اروپايي هېوادونو استازو د جنورۍ په ۲۰مه په بروکسل کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې پر سولې او ثبات ټینګار وکړ. د امنیت په تامین یا نشتوالي کې د ګاونډیو هیوادونو رول کلیدي او د انکار وړ نه دی او افغانستان هم له دې قاعدې مستثنی نه دی. افغانستان د خپل حساس موقعیت او بډایه منابعو په درلودلو سره د خلکو پام ځانته اړولی او دا کار یې د کلونو راهیسې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ سره مخ کړی دی. لوېديځ هم په همدې نظر افغانستان ته ننوتل او د دې بې ثباتۍ لمن يې تر هغه وخته پورې پراخه کړه، چې په هېواد کې اوسني شرايط رامنځته شول. اوس هغه لوېديځ هېوادونه چې په افغانستان کې يې دغه حالت رامنځته کړی، نه شي کولای چې له دې څخه لاس واخلي او د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي. په همدې حال کې د افغانستان د ولس لپاره د ګاونډیو او سرپرستو هېوادونو رول مهم دی او کولای شي د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره اجماع رامنځته کړي. که څه هم ځينې ګاونډيان لکه پاکستان تل تورن شوي او کارپوهان يې د طالبانو د ډلې ملاتړي او د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ګڼي، خو په اوسنيو حالاتو کې دې پر خپلو تېرو سياستونو له سره غور وکړي او د ثبات رامنځته کولو او د افغانستان د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکړي. د افغانستان ګاونډیانو د طالبانو په ډلې باندې په مشورې او فشار اچولو سره په هیواد کښې د یوه جامع حکومت د رامینځته کولو زمینه برابره کړه او طالبان یې د خپلو بشری حقوقو د دریځونو په باره کښې حساب ورکوونکی وبلل تر څو په دې توګه په افغانستان کښې د ثبات او صلحې زمینه برابره شی. په پای کې دا هم د افغانستان خلکو ته ګټه رسوي او هم د ګاونډیانو په ګټه به وي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *