د طالبانو ویاند وايي، چې د دې ډلې حکومت د غصب او غلاو د دوام اجازه نه ورکوي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د دلو ۱۰مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اسلامي امارت د بیت المال او نورو خلکو د شتمنیو د غصب، غلا او غیر قانوني استعمال اجازه نه ورکوي.