د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په کتنه کې وویل، هېواد یې چمتو دی چې د پوهې د ودې او د نجونو لپاره د افغانستان د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو لپاره اړین لوژستیکي اسانتیاوې برابرې کړي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یکشنبې په ورځ له خپل قطري سیال سره په کتنه کې د اوکراین او افغانستان په وروستیو حالاتو خبرې وکړې.