د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، د افغانانو د وضعیت لپاره د حل لاره موندل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد تېره شپه (د دلو ۹مه) په خپل ټویټر کې ویلي چې په کابل او کندهار کې یې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه شریکه کړې ده.