د طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د داعش مهم ځالې له منځه تللي او په افغانستان کې د دغې ترهګرې ډلې د ځپلو هڅې روانې دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په افغانستان کې د داعش حضور «نه ښکاره» بللی او ویلي یې دي، چې د دغې ترهګرې ډلې د ډېرو بریدونو مخه نیول شوې ده.