د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په پاکستان کې حاکم قوانین غیر شرعي او غیر اسلامي وبلل.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو د مشر آډیو ټیپ د “په پاکستان کې د سپکاوي د قوانینو په اړه د امیرالمؤمنین شیخ هبت الله اخندزاده نظر” تر سرلیک لاندې په اردو ژبه کې خپور شوی دی.