د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کې د قرآن کریم د نسخو د سوځولو په غبرګون کې وايي "د بیان د ازادۍ تر نامه لاندې د شاوخوا دوه میلیارده مسلمانانو دین او عقایدو ته سپکاوی په هیڅ صورت د توجیه وړ نه دی."
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن ماښام (یکشنبه، د دلو ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې دغه عمل په سختو ټکو غندلی دی.