خبرونه 09 دلو 1401 - 2 کلونه پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له متحدو عربي اماراتو سره درې شل اوریزې لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي چې افغان لوبډله به د راتلونکې فبروري میاشت کې د دریو نړېوالو شل اوریزو سیالیو په موخه متحدو عربي اماراتو ته سفر وکړي. د یادو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ هم اعلان شوی دی.

کرکټ بورډ ویلي چې یادې سیالۍ به د فبروري له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې د ابو ظبي په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۳ کسیز نوملړ ټاکلی، چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي په کې شامل دي. په یادو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمن الله ګربز ویکټ ساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضل الحق فاروقي، کریم جنت، ګلبدین نایب، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوین الحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمت شاه، صدیق الله اتل، شاهد الله کمال، شرف الدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي، چې دغه سیالۍ د افغانستان او متحدو عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د تړون له مخې، چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی، ترسره کېږي.

د یاد تړون له مخې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحدو عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې سیالۍ ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربه توب کوي.

د یادونې وړ ده چې متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبډلې دغه سفر به په روان کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وي چې په راتلونکو څو میاشتو کې نړیوال جام او اسیا کپ په شمول د ګڼ شمېر نورو دوه اړخیزو سیالیو لپاره د لوبډلې او لوبغاړو په چمتووالي کې غوره رول لوبولی شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *