د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې له نړۍ سره د کابل د تعامل په رامنځته کولو کې د دغه هېواد د رول لوبولو غوښتنه وکړه.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بیکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت یو حقیقت دی او نړۍ باید له هغه سره رښتینې چلند وکړي.