په سويډن او هالنډ کې د قران کريم د بې حرمتۍ پر ضد د لاريونونو په دوام د افغانستان په څو ولايتونو کې خلک يو ځل بيا سړکونو ته راووتل او دغه عمل يې وغانده.
د معمار پرس د خبر له مخې، د هېواد د څو ولایتونو اوسېدونکو په سویډن او هالنډ کې د قرآن کریم د سوځولو په غبرګون کې مظاهرې وکړې او د دغه هېواد له حکومته یې وغوښتل چې د دغې پېښې عاملینو ته سزا ورکړي.