د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره جوزپ بوریل وايي، اروپايي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له ښځو او نجونو ملاتړ کوي.
د معمار پرس د خبري اژانس د خبر له مخې ښاغلي بوریل د دلو په ۴ مه نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امینه محمد سره یوه ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې افغانستان ته د امینه محمد له سفر وروسته یې په بروکسل کې له هغې سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.