د طالبانو د ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د بشري چارو له مرستیال سرمنشي مارتین ګریفیتس سره په کتنه کې وویل چې له زده کړو څخه د افغان نجونو د دایمي ممنوعیت مسله نه ده، بلکې د نظرونو اختلاف د ښځو د کار او زده کړې د منع لامل شوی دی.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (د دلو ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې د سراج الدین حقاني سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال “مارتین ګریفیتس” د لیدنې په اړه اعلان وکړ او د سراج الدین حقاني په حواله یې وویل چې د ښځو د تعلیم او کار په ډګر کې د دایمي محرومیت پوښتنه نشته او په تعلیمي نظام کې هم د نظر اختلاف شته چې حل به شي.