افغانستان 06 دلو 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د UNOPS له مشر سره وکتل

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په چوکاټ کي د UNOPS مشر نیکولاست جورج او مل پلاوي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له سرپرست ملا محمد یونس آخندازاده سره وکتل.

 

نیکولاست جورج په دغه کتنه کې وویل، چې اوسمهال د UNOPS ۷۶۵۰۰ پروژې د هېواد ۲۶ ولایتونو په ۷۰ ولسوالیو کې پلي کېږي، چې د ځینو پروژو عملي چارې روانې دي او ځینې به په راتلونکي کې پیل شي.

نوموړي په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان ته په اشارې وويل، چې یاد فرمان د دوی چارې له یو شمېر ننګونو سره مخ کړې دي.

نیکولاست جورج د اسلامي امارت له مشرتابه څخه د یاد محدودیت د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس آخندزاده په دغه کتنه کې راغلي پلاوي د پروژو په پلي کولو کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

سرپرست وزیر په ټینګار سره وویل، چې د اسلامي امارت هر فرمان د ولس له نبض سره برابر دی او زیاته يې کړه چې: (فکر نه کوم چې تاسو دې په دې برخه کي له کوم مشکل سره مواجه شئ).

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *