د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر له پای ته رسېدو او له یو شمېر طالب مشرانو سره تر لیدنې وروسته وویل چې طالبان باید له دیارلسمې پېړۍ څخه ۲۱مې پېړۍ ته انتقال شي.
د معمار پرس د خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۵ مه (د دلو ۵ مه) په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. هغه څه چې باید د نورو مسلو په پرتله ډیر کار وشي هغه دا دی چې “څنګه کولی شو طالبان له 13 پیړۍ څخه 21 پیړۍ ته راولو.” هغه زیاته کړه چې دا ډیر وخت غواړي او په شپه کې نشي ترسره کیدی.