د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او کار د منع کولو لپاره د طالبانو دلایل د قناعت وړ نه دي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ نوموړي له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو چارواکي د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لنډمهاله ګڼي، خو د ده په وینا “دا وضعیت تر پنځوسو نورو کلونو هم دوام کولای شي.”