له افغانستان سره د ګاونډیو هیوادونو د مرستو د جلبولو لپاره د طالبانو د چارواکو له پرله پسې غوښتنو سره سره، د دغې ډلې ځینې غړي په دې باور دي، چې هیڅ هیواد نه شي کولای د خپل ګاونډي په مرسته په پښو ودریږي.
د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني د دوشنبې په ورځ (د دلو ۳مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له دوه دورې اشغال او یوې سختې کورنۍ جګړې وروسته، افغانستان یقیناً د ګاونډیانو همکارۍ ته اړتیا لري.